اتو ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۷ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي

امنیتي ځواکونو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هېواد په اتو ولایتونو کې د غلا، د تېلو د قاچاق او نورو جنایي جرمونو په تړاو ۲۷ تنه نیولي او عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي.
لمنځه یې، لس تنه په نیمروز، درې تنه په هلمند، درې تنه په هرات، درې تنه په جوزجان، دوه تنه په کندوز، دوه تنه په فاریاب، دوه تنه په کاپیسا او دوه تنه نور د لوګر ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.