د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

تېره شپه شاوخوا ۰۹:۵۵ دقیقې د کابل ښار په قابل بای سیمه کې د ګرین ولېج کمپ سویلي دېوال ته څېرمه له چاودېدونکو توکو یو ډک تراکتور موټر وچاودېده، چې په ترڅ کې یې ۱۶ ملکیان او د کمپ کارکوونکي شهیدان شوي او ۱۱۹ ملکیان ټپيان دي. د چاودنې له امله د پېښې ځای ته نږدې د تېلو یو ټانګ هم سوځېدلی دی.
له چاودنې سره سم د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د پېښې سیمه کلابنده کړې او پنځه تنه ترهګر طالبان چې په سیمه کې پټ شوي وو او د کمپ پر کارکوونکو یې د وسله والو بریدونو قصد درلود، وژل شوي دي.
په دې پېښه کې د قابل بای سیمې اړوند استوګنیزو کورونو ته یو زیات شمېر زیانونه اوښتي دي.
همداراز ملي پولیسو د پېښې له سیمې ۴۰۰ تنه بهرني مېشتي ژغورلي او د څېړنې او ژغورنې د ټیم عملیات نن سهار ۰۵:۰۰ بجې پای ته رسېدلي دي.