د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

rahimzai_moi
f

تېره شپه شاوخوا ۰۹:۵۵ دقیقې د کابل ښار په قابل بای سیمه کې د ګرین ولېج کمپ سویلي دېوال ته څېرمه له چاودېدونکو توکو یو ډک تراکتور موټر وچاودېده، چې په ترڅ کې یې ۱۶ ملکیان او د کمپ کارکوونکي شهیدان شوي او ۱۱۹ ملکیان ټپيان دي. د چاودنې له امله د پېښې ځای ته نږدې د تېلو یو ټانګ هم سوځېدلی دی.
له چاودنې سره سم د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د پېښې سیمه کلابنده کړې او پنځه تنه ترهګر طالبان چې په سیمه کې پټ شوي وو او د کمپ پر کارکوونکو یې د وسله والو بریدونو قصد درلود، وژل شوي دي.
په دې پېښه کې د قابل بای سیمې اړوند استوګنیزو کورونو ته یو زیات شمېر زیانونه اوښتي دي.
همداراز ملي پولیسو د پېښې له سیمې ۴۰۰ تنه بهرني مېشتي ژغورلي او د څېړنې او ژغورنې د ټیم عملیات نن سهار ۰۵:۰۰ بجې پای ته رسېدلي دي.

Latest announcements

Thu, Nov 07 2024 10:09 AM
Background image

Announcement from Afghanistan Islamic Emirate Ministry of Interior Affairs regarding the recently report (UNODC) 

The United Nations Office on Drugs and Crime ( UNODC) according to a survey, opium cultivation in Afghanistan has increased by 19 percent in 2024 c

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Back to announcements