کابل کې پر ۲۷۰ اړمنو کورنیو نغدي مرستې ووېشل شوې
د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د سوالګرو کمېټې له لوري په کابل کې پر ۲۷۰ اړمنو کورنیو، چې مخکې د موظفې کمېټې له خوا مستحقې پېژندل شوې وې، هرې کورنۍ ته پنځه زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه. په دې مراسمو کې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معین، الحاج شیخ عبدالرحمن منیر، د ریاستالوزراء د اقتصادي چارو معاونیت او کابل ښاروالۍ استازو او یو شمېر نورو منسوبینو ګډون کړی و. ښاغلي منیر دغه مرستې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د شفقت او پاملرنې نښه وبلله او ویې ویل، چې دا ډول مرستې په ټول هېواد کې ترسره کېږي.