د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو لوی رئیس او مل پلاوي زابل ولایت ته رسمي سفر وکړ

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۴
asdfasdf

د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو لوی رئیس، الحاج مولوي عبدالحکیم همت اخندزاده، د ولسي شرطې او ۱۱۹ رئیس ملا عبدالنافع ټکور او یو شمېر مسؤلینو په ملتیا د عامه اړیکو د پیاوړتیا او سیمه‌ییزې حکومتولۍ سره د وزارت د اړیکو د ټینګښت په موخه زابل ولایت ته رسمي سفر وکړ.

د سفر په ترڅ کې راغلي پلاوي د زابل له والي الحاج ملا شیر محمد شریف، مرستیال والي الحاج ملا فیض الله تمیم او امنیه قوماندان مولوي عبدالحلیم حلیمي سره جلا جلا لیدنې وکړې. په دې لیدنو کې د عامه اړیکو، رسنیزو فعالیتونو، د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ او د شته ستونزو د حل په اړه خبرې وشوې.

همدارنګه، د عامه اړیکو لوی رئیس او مل پلاوي د زابل ولایت د رسنیو له استازو سره لیدنه وکړه، د هغوی ستونزې یې واورېدې او د همغږۍ د پیاوړتیا او معلوماتو د پر وخت شریکولو په اړه یې بحث وکړ. ښاغلي همت اخندزاده رسنۍ د ملت او دولت ترمنځ د اړیکو مهمه وسیله وبلله او د هېواد د ملي ګټو، امنیت او پرمختګ په اړه یې د دقیقو او مسؤلانه معلوماتو پر خپرولو ټینګار وکړ.