د کورنیو چارو وزیر بامیان ته سفر وکړ

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۴:۴۶
شسیبشسب

د کورنیو چارو وزارت وزیر قدرمن خلیفه سراج‌ الدین حقاني له پنجشېره وروسته بامیان ولایت ته سفر وکړ او د بامیان ولایت مقام په جومات کې یې د دغه ولایت له بېلابېلو ولسوالیو څخه راغلو قومي مخورو، د ولایت له منسوبینو او مسوولینو سره وکتل.

په پیل کې د بامیان والي قاري ګل حیدر شفق راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه. نوموړي په هېواد کې د یووالي د ښې بېلګې په توګه د بامیان د خلکو یادونه وکړه او و یې ویل چې د دغه ولایت خلک په امن او ورورولۍ کې ګډ ژوند لري.

قدرمن خلیفه صاحب د افغانستان اوسنی امنیت او ثبات د هېواد ستره پانګه وبلله او و یې ویل چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی؛ د قوم، سمت او ژبې په بنسټ بېلتونونه د بهرنیو مغرضانه هڅو پایله وه، خو افغان ولس اوس د یوه نظام تر چتر لاندې د یووالي، ورورولۍ او اتحاد د ټينګښت پر لور روان دی او د هېواد د امن او ثبات ساتنه د حکومت او ولس ګډ مسوولیت دی.

وروسته خلیفه صاحب د بامیان له قومي مشرانو او مخورو سره په جلا ناسته کې د هغوی خبرې، مشورې او غوښتنې واورېدې او د مطرح شوو موضوعاتو د تعقیب او حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.