په تخار، غزني، نیمروز او بدخشان ولایتونو کې د ۲۲۷ کیلوګرامه تریاکو د قاچاق مخه ونیول شوه

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۲۲
sadfasdf

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د بېلابېلو کشفي عملیاتو په ترڅ کې د تخار ولایت په خواجه‌غار ولسوالۍ کې ۸۵ کیلوګرامه تریاک، په غزني ولایت کې ۶۶ کیلوګرامه تریاک، ۳۴ کیلوګرامه په بدخشان او د نیمروز ولایت د مرکز زرنج ښار په پنځمې ناحیې کې ۴۲ کیلوګرامه تریاک کشف او ضبط کړي دي. د یادو نشه‌يي توکو د قاچاق په تړاو شپږ تنه هم نیول شوي، چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.