په شپږو ولایتونو کې ۱۷ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۴۸
asdfaf

د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې پولیسو په څو جلا جلا اقداماتو کې، د هېواد په شپږو ولایتونو کې ۱۷ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي. په دغو کسانو کې د خوست ولایت په اسماعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالیو کې ۴ تنه د وسایطو د غلا، ۴ تنه غله په نیمروز، ۴ تنه په فراه کې د ۴ موټرسایکلونو د غلا او ۲ نور په غزني او پکتیکا ولایتونو کې د غلا په تړاو لاس په لاس نیول شوي دي؛ همدا راز پولیسو ۳ تنه وسله وال غله هم په مزارشریف ښار کې نیولي چې څه موده وړاندې یې له یو کور څخه ۲۰۵۰۰ امریکايي ډالر، ۱۰۵۰۰۰ افغانۍ او یوه اندازه سرۀ زر غلا کړې وو.