د لوګر ولایت پولیسو ۴ تنه د یو نیم کیلو ګرامه سرو زرو د غلا په تړاو ونیول
یادو کسانو څو ورځې وړاندې یو نیم کیلو ګرامه سره زر د لوګر ولایت پل علم ښار له یوې هټۍ څخه غلا کړي وو.
نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او غلا کړل شوي سره زر بېرته خپل اصلي څېښتن ته سپارل شوي دي.