د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې په ۴ ولایتونو کې ۱۱ تنه د غلا، د وسلو د لېږد او د ځنګلونو د پرېکولو په تړاو نیولي دي.
له نیول شوو کسانو څخه ۵ تنه د بادغیس ولایت په آبکمري ولسوالۍ کې د ځنګلونو د پرېکولو په تړاو، ۳ غله په هرات ولایت، ۲ تنه د دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د ۴۰ سیټه مبایلونو د غلا په تړاو او یو تن په فاریاب ولایت کې د ناقانونه وسلې د لېږد او ساتلو په تړاو نیول شوی دی.