۹ میله وسلې کشف او دوه غله ونیول شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۳۳
asdfas

د پنجشیر ولایت د خنج ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ پولیسو د یو کشفي اقدام په ترڅ کې، نهه میله وسله چې پکې پنځه میله پنځه‌‌ډزې او څلور میله یوولس‌‌ډزې ټوپکونه شامل دي د یادې ولسوالۍ د دشت‌ریوت ولسوالۍ په مربوطاتو کې کشف او  ضبط کړي دي.

همداراز، پولیسو په خوست کې دوه غلا شوي موټرسایکلونه کشف او په تړاو یې دوه تنه نیولي دي.