۸ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۳ تنه له لسګونه کیلو ګرامه نشه یي توکو سره ونیول

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د څو عملیاتو په مهال یو تن له ۳۰ کیلو ګرامه چرسو سره د لغمان په قرغیو ولسوالۍ، یو تن له ۱۲ کیلو ګرامه چرسو سره د بغلان په بنو ولسوالۍ کې، یو تن له ۱۱۹ کیلو ګرامه اېف نشه یي توکو سره د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې او ۲۲ کیلو ګیلو ګرامه چرس د پنجشیر ولایت په خنج ولسوالۍ کې کشف او ضبط کړي دي.
ورته مهال، نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۱۰ تنه د نشه یي توکو د پلور په تړاو په کابل، خوست، سمنګان، پروان او لغمان ولایتونو کې نیولي او له نیول شوو کسانو ۸۷۴ نشه یي ګولۍ، ۷ لېټره شراب او یوه اندازه نشه یي توکي ترلاسه شوي دي.