۶ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۸ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو ونیول

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د هېواد په شپږو ولایتونو کې د غلاوو، جعل، قاچاق، دوکې او د وسلو ناقانونه ګرځولو په تړاو ۲۸ تنه نیولي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له منځه یې، اته تنه د غلا، اسنادو جعل او اخلاقي فساد په تړاو په غزني، ۱۰ تنه د انساني قاچاق په تړاو په نیمروز، څلور مسلکي غله او یو تن د دوکې په تړاو په ننګرهار، دوه مسلکي غله په بلخ، دوه تنه د ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو په هرات او یو غل د جوزجان ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.