کابل کې؛ ۲۷ کسان د نشه یي توکو د پلور او لېږد په تړاو ونیول شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۹ - ۱۱:۱۹
asdfasfda

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو کابل ښار کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۲۷ شکمن کسان د نشه يي توکو د پلور او لېږد په تړاو نیولي دي چې دوسیې به یې له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

پولیسو له نیول شوو کسانو یوه اندازه چرس، شیشه او ۱۴۲۵ نشه یي ګولۍ ترلاسه کړي دي.