کابل کې؛ څه باندې ۲۰۰ روږدي د درملنې په موخه راټول شول moi-af پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۹:۲۹ https://tinyurl.com/26krazud د روږدو د راټولولو او درملنې په لړ کې د کورنیو چارو وزارت نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د کابل ښار له بېلابېلو څنډو ۲۰۲ روږدي راټول کړي او د بسترولو په موخه یې کابل کې د روږدو د درملنې پنډغالي( امېد) ته لېږدولي دي.