په څو ولایتونو کې د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۴۰ تنه ونیول شول
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو، د هېواد په غزني، کابل، ننګرهار، کاپیسا، هلمند، پروان، جوزجان، کندوز، بامیان، سمنګان او پکتیکا ولایتونو کې ۴۰ تنه د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه ۱۲ کیلو او ۴۰۰ ګرامه تریاک، ۳ کیلو او ۶۰۰ ګرامه شیشه، ۴ کیلو او ۶۲۴ ګرامه چرس، ۲۹۴۵ دانې نشهيي ګولۍ، او همدارنګه یوه اندازه تریاک، هیروئین او نور نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.
یاد کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.