په غور ولایت کې د نشه يي توکو د پروسس او تولید یوه کارخونه کشف او ۱۰ تنه ونیول شول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۰:۹
jhgkjhg

د غور ولایت د امنیې قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د دې ولایت په تولک او ساغر ولسوالیو کې د نشه‌يي توکو د پروسس او تولید یوه کارخونه له ۳۰ کیلوګرامه اکسیل تیزابو سره یوځای کشف او له‌منځه وړې ده.
همداراز، ۱۰ تنه د دې ولایت د الله‌یار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ۴۷۰ کیلوګرامه ومانو سره یوځای نیول شوي او کشف شوې ومان د پولیسو له لوري سوځول شوي دي.