په خوست کې د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو ۳۲ کسان ونیول شول
د خوست ولایت د امنیې قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په تېرو دوو اوونیو کې د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو ۳۲ کسان نیولي دي. نیول شوي کسان د غلا، فزیکي شخړو، کورني تاوتریخوالي، عامه نظم ګډوډولو، وژنې، نامشروع اړیکو، خپلسریو، د خلکو د ځورونې، ګواښ، دوکې، فریب او نورو قانوني سرغړونو په تړاو نیول شوي دي. یاد کسان د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د کشفي او تعقیبي عملیاتو په ترڅ کې د خوست ښار د درېیمې او څلورمې امنیتي حوزو او د ګربزو، تڼيو، سپېرې، باک، دومندې او نادرشاهکوټ ولسوالیو په مربوطاتو کې نیول شوي دي.