په تخار او کابل ولایتونو کې زرګونه نشه‌يي ګولۍ او چرس کشف او ضبط شول

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۴:۱۴
asdfsa

د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار د درېیمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې نږدې څلور زره د نشه‌يي ګولیو ټابلیټونه او څلور کیلوګرامه چرس، او د کابل ښار د دولسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یو زر او ۴۵۹ نشه‌يي ټابلیټونه کشف او ضبط کړل.

د یادو نشه‌یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو څلور تنه هم نیول شوي، چې له دوسیو تر بشپړېدو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.