په بلخ ولایت کې د جعلکارۍ یوه شپږ کسیزه ډله ونیول شوه

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۸:۵۴
dfaf

د بلخ ولایت د امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو، په مزارشریف ښار کې د کشفي عملیاتو په ترڅ کې د جعلکارۍ یوه شپږ کسیزه ډله نیولې ده.

نیول شویو کسانو به لومړی له بازار څخه ساعتونه په ټیټه بیه پېرل، وروسته به یې ورته جعلي اسناد او بلونه جوړول او بیا به یې د مشهورو برانډونو په نوم په لوړه بیه پر خلکو پلورل.

د بلخ ولایت امنیتي مسؤلینو ټولو قانون ماتوونکو ته خبرداری ورکړی چې له جرمونو او ناقانونه کړنو لاس واخلي؛ که نه، وبه نیول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.