ًپه پغمان ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ دښمني پای ته ورسېده
د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د ارغندۍ کلي د دوو کورنیو ترمنځ هغه دښمني چې اته میاشتې وړاندې د یوې لفظي شخړې له امله رامنځته شوې وه او په پایله کې یې یوې مېرمنې خپل ژوند له لاسه ورکړی و، د پغمان ولسوالۍ د ولسوال، د علماوو کرامو، قومي مشرانو او ځایي خیرغوښتونکو په هڅو پای ته ورسېده او دواړو کورنیو یو بل ته بښنه وکړه.
د پغمان ولسوال، الحاج مولوي عليمحمد مجاهد، د دې نېک اقدام هرکلی وکړ او ویې ویل، اسلامي نظام د افغانستان ټولو قومونو ته دا فرصت برابر کړی چې پخوانۍ دښمنۍ او ستونزې شاته پرېږدي او د هېواد د آبادۍ او د خپلو اولادونو د ښه راتلونکي لپاره په ګډه کار وکړي.
په پای کې، د دواړو لورو استازو د خپلو اختلافاتو له حل کېدو خوښي څرګنده کړه او د هېواد د ټولو خلکو پر یووالي، اتفاق او ورورولۍ یې ټینګار وکړ.