د کورنیو چارو وزارت له لوري د سمنګان امنیې قوماندانۍ ته ۳۰ نوي موټرسایکلونه ورکړل شول
د کورنیو چارو وزارت د هېواد د امنیتي ارګانونو د پیاوړتیا او د خدماتو د چټکتیا په موخه، د سمنګان ولایت امنیې قوماندانۍ ته ۳۰ نوي موټرسایکلونه ووېشل. د یاد ولایت امنیتي مسؤلینو د دغو وسایطو وېش د ولس د امنیت د لا ښه ټینګښت او د جنايي جرمونو د مخنیوي په برخه کې د پولیسو د ځواکونو لپاره خورا ګټور وبلل او د یادو وسایطو پر سمې ساتنې او څارنې یې ټینګار وکړ؛ بلخوا امنیتي ځواکونو هم د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه له دې پاملرنې څخه د خوښۍ په څرګندولو سره وویل، چې د دغو نویو موټرسایکلونو په مټ به په سختو او غرنیو سیمو کې د دوی د دندو ترسراوی لا چټک او اغېزناک شي.