د کورنیو چارو وزارت خبرتیا
له پولیسو د ملاتړ او پاملرنې ریاست د پولیسو د اتلو ځواکونو د شهیدانو او معلولینو د ورثو کاري چارو ته د غوره رسېدنې، د اسناد د پړاوونو د اسانولو او همدارنګه د حقوقو، امتیازاتو او مرستو د ورکړې په برخو کې عملي اقدامات ترسره کړي دي.
لکه څنګه چې د پولیسو د شهیدانو او معلولینو د ورثو د اړیکو شمېرې او پتې په سیستم کې درج شوې وې، خو اوس یې مېنه بدله کړې او یا یې هم د اړیکو شمېرې بندې دي؛ نو اړتیا ده څو د اړیکو تازه شمېرو او د مېنو پتو ته یې بیاکتنه وشي او په سیستم کې دننه شي.
له همدې امله په کابل ولایت کې د پولیسو د شهیدانو او معلولینو مېشتو کورنیو ته خبر ورکول کېږي، څو خپلو معلوماتو کې د بیاکتنې په موخه له پولیسو د ملاتړ او پاملرنې ریاست ته مراجعه وکړي، څو له ملاتړیزو او مرستندویه برنامو په منظم ډول برخمن شي.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرو سره اړیکه ونیسئ:
۰۲۰۲۲۱۲۵۰۶ - ۰۷۹۱۱۸۱۰۲