د کورنیو چارو سرپرست وزير د ملګرو ملتونو سرمنشي له ځانګړې استازې سره وکتل

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۱۴:۳۹
sfsfsfsfs

دې ليدنه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا، د خوندي امنيت او مخدره موادو سره مبارزې په برخه کې د کورنيو چارو وزارت هڅې وستایلې او زیاته یې کړه چې په دې تړاو يې د بېلا بېلو هېوادنو له استازو سره کتلي او ټول په دې باور دي چې له مخدره موادو سره د مبارزې، په مخدره توکو د روږدو کسانو درملنې په موخه دې په حرفوي زده کړو سربېره کروندګرو ته د بدیل معیشت په برخه کې لازمې آسانتياوې رامنځته شي. 

مېرمن اوتونبایوا وویل: له ګاونډيو هېوادونو څخه د افغان کډوالو راستنېدو ياد کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ کړي، نوموړې د راستنېدونکو کډوالو د مديريت په برخه کې د اسلامي امارت له هڅو هرکلی وکړ او زياته يې کړه چې نړيواله ټولنه دغه بهير څاري.

 په وينا يې حاکم نظام تواندلی چې له رامنځته کېدونکو پېښو سره بريالۍ مبارزه او د هغو ښه مديريت وکړي. د هغې په وينا اسلامي امارت و کولای شول چې په دغه بهیر کې له نړیوالې ټولنې سره هم ښه تعامل ثابت کړي.

د کورنيو چارو سرپرست ښاغلي خليفه سراج الدين حقاني دې ليدنه کې وویل: افغان حکومت بېرته راستنېدونکو کډوالو ته بېلابېلو برخو کې لازمې آسانتياوې رامنځته کړي او د چارو منظم ترسراوي په موخه يې د بېلابېلو ادراو له کار کوونکو څخه جوړو، مختلفو کميټو ته دنده سپارلې چې تر دې دمه يې د خدای تعالی په نصرت د يادو کډوالو لاسنيوي او خپلو مېنو ته د لېږد په برخه کې د پام وړ مرسته ترسره کړې او لاهم په بريالۍ توګه دوام لري.

خليفه صاحب وویل: اسلامي امارت ته د افغانستان د امن او ثبات په څېر نړیواله سوله هم ځانګړی ارزښت لري او اسلامي امارت ګاونډیانو سره د رښتيني او صادقانه چلند په موخه لازم ګامونه اوچت کړي دي.

ښاغلي حقاني ټينګار وکړ چې پخوانۍ ستونزې او نميګړتياوې بايد په اسلامي امارت پورې و نه تړل شي او دغه راز د ګاونډيو هېوادونو کورني مسايل بايد بهر کې مېشتو افغان کډوالو ته د ستونزو رامنځته کېدو لامل نه شي.

سرپرست وزير زياته کړه چې نړیوال اړخونه هم باید د وسله والو جنایتکارانو د کنټرول په موخه د اسلامي امارت له هڅو ملاتړ وکړي.

د دې ليدنې په پای کې ښاغلي حقاني د نړيوالې ټولنې د سرمنشي له ځانګړې استازې څخه هېواد کې له مخدره توکو سره د مبارزې، راستنېدونکو افغان کډوالو سره د همکارۍ او په مخدره توکو د روږدو کسانو درملنې په موخه د نړيوالې ټولنې له همکارۍ مننه وکړه.