د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۱۶
شسیبشسب

د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو ۱۱ تنه د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې د نشه يي توکو د قاچاق، تولید او پلور په تړاو نیولي دي.

له نیول شویو کسانو څخه ۸۶۷ دانې نشه‌يي ټابلیټونه او یو اندازه شیشه، چرس او الکولي مشروبات هم ترلاسه شوي دي.

یاد کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.