د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې ۴۴ کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او ضبط شول
د بدخشان ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې شرطې ځواکونو د درېیو جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې د دغه ولایت د ارګو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۴۴ کیلوګرامه تریاک کشف او ضبط کړي دي.
په تړاو یې څلور کسان هم نیول شوي، چې د لومړنیو څېړنو او اړوندو دوسیو د ترتیبولو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.