د بامیان امنیه قوماندان په خپل کاري دفتر کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزیر سره وکتل

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۴:۱۴
sdfa

د بامیان ولایت امنیه قوماندان، الحاج مولوي حبیب الله شاکر، په خپل کاري دفتر کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزیر، الحاج مولوي عبدالاحد فضلي، او مل پلاوي سره وکتل.

امنیه قوماندان د وزیر او ورسره مل پلاوي د راتګ هرکلی وکړ او ویې ویل، د بامیان ولایت لرې پرتې سیمې تر بل هر وخت د مخابراتي خدمتونو او معلوماتي ټکنالوژۍ پراختیا ته اړتیا لري. نوموړي زیاته کړه، په بامیان ولایت کې بشپړ امنیت ټینګ دی او دا ولایت تل د لوړپوړو حکومتي چارواکو او عامو خلکو کوربه پاتې شوی دی. هغه همداراز ټینګار وکړ چې معلوماتي ټکنالوژي د ودې، پرمختګ او خلکو ته د غوره خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم او ارزښتناک رول لري.

په دې لیدنه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر، الحاج مولوي عبدالاحد فضلي، وویل چې په بامیان ولایت کې بشپړ امنیت او ارامه فضا د اغېزمنو تدابیرو، سالم مدیریت او د سیمه‌ییز حکومت د رهبرۍ او امنیه قوماندان د ځانګړې پاملرنې څرګندونه کوي، چې د مخابراتي خدمتونو او معلوماتي ټکنالوژۍ د پراختیا لپاره یې مناسب زمینه برابره کړې ده.