امنیتي ځواکونو؛ اوو ولایتونو کې ۱۵ تنه نیولي دي
امنیتي ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په اوو ولایتونو کې د غلا، د وسلو ناقانونه ګرځولو او نورو جرمونو په تړاو ۱۵ تنه نیولي دي.
له منځه یې، سمنګان کې شپږ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو، درې غله او یو نامسؤله وسله وال په جوزجان، یو تن د وسلو د ناقانونه ساتلو په تړاو په بلخ او درې غله په سرپل، هرات او نیمروز کې نیول شوي دي.
ورته مهال د غزني امنیه قومندانۍ منسوبینو شپږ غله نیولي او شپږ میله وسله یې ددغه ولایت په مربوطاتو کې موندلې او ضبط کړې ده.