پولیسو؛ د نشه يي توکو ۶ کارخونې سوځولي او ۲۸ تنه نیولي دي

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د نشه یي توکو څلور کارخونې په فراه او دوه نورې په غور او نیمروز کې موندلي او په بشپړ ډول یې سوځولي دي.
همداراز، پولیسو په کاپیسا، بامیان، اورزګان، کندز او هرات کې ۲۸ تنه د نشه یي توکو د کارولو، پلور او لېږد په تړاو نیولي دي.