امنیتي ځواکونو؛ اتو لایتونو کې ۳۷ تنه نیولي دي

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۷ - ۹:۵
بیشی

پولیسو له تېرو ۲۴ راهیسې د هیواد په اتو ولایتونو کې د غلا، وژنې او نورو جنایي جرمونو په تړاو ۳۷ تنه نیولي دي.

له ډلې یې، پنځه غله په کندز، پنځه تنه د غلا په تړاو په پکتیکا، د غلو پنځه کسېزه ډله په پروان، دوه تنه له یو کوره د غلا په تړاو په بلخ، یو غل په هرات او په تخار کې یو تن د غلا او یو تن د وژنې په تړاو نیول شوی دی.

ورته مهال، پولیسو د جنایي جرمونو په تړاو ۱۰ تنه په نیمروز او اووه تنه د سمنګان ولایت په مربوطاتو کې نیولي دي.