امنیتي ځواکونو؛ ۱۳ تنه نيولي او د لرګیو د قاچاق مخنيوی يې کړی

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۵ - ۱۰:۱۱
sfsf

امنیتي ځواکونو په پنځو ولایتونو کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د غلا، وژنې، ځنګلونو وهلو او اخلاقي فساد په تړاو ۱۳ تنه نیولي دي.
له منځ یې، بادغیس کې شپږ تنه د ځنګلونو د ناقانونه وهلو په تړاو، یو غل او یو تن د وژنې په تړاو په غزني، دوه تنه په بلخ کې د سل زره افغانیو د غلا په تړاو، یو غل په هرات او دوه تنه په سمنګان کې د اخلاقي فساد په تړاو نیول شوي دي.
ورته مهال، پولیسو په ننګرهار کې د یوه اندازه لرګیو د قاچاق مخنیوی کړی دی.