د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار د لومړۍ امنيتي حوزې اړوند د کلچه پزي سيمه کې د نوي برادران هوټل نوم هوټل کې د ګاز ډبې چاودنې پېښې له امله اور لګېدنه رامنځته شوې ده.

د پېښې ځای ته د ننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ د اطفايي مدیریت منسوبین رسیدلي چي اور يي مړ کړی دی. په دغه پېښه کې کوم چاته ځاني زيان نه دی رسیدلی خو د يو موټر سایکل په ګډون د یو نیم میلون افغانيو زيان رسيدلی او تقريبا د اووه ميليونه افغانيو په شاوخوا کې د مالونو د سوځېدو مخه نیول شوې ده.