چینایي سوداګرو د پنجشير والي سره لیدنه کې پانګونې ته لیوالتیا وښوده

د چين هیواد یو شمېر سوداګرو د پنجشیر والي حافظ محمد اغا حکیم سره په لیدنه کې د پنجشیر له سینده کابل ښار ته د اوبو لېږدولو ملي پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا وښوده.
یادو چينایي سوداګرو په افغانستان کې سرتاسري امنیت د پانګونې لپاره مناسب فرصت وباله.
په دغه لیدنه کې د پنجشير والي دوی ته وویل چې په پنجشير کې زرګونه کانونه پېژندل شوي او د څه باندې ۵۰۰ کانونو رایستنه په عملي بڼه روانه ده.