د یو سوداګر موټر او ۱۵۰ زره ډالر له غلو بېرته اخیستل شوي

غلو د هرات ښار په اتمه امنیتي حوزه کې د یو سوداګر موټر چې ۱۵۰ زره امریکایي ډالر هم پکې وو غلا کړي وو، چې پولیسو ته تر خبرتیا وروسته د هرات تر ګذره ولسوالۍ پورې پولیسو څارلي وو.
وروسته د اتمې حوزې منسوبینو د یادۍ ولسوالۍ پولیسو سره په همغږۍ غله کلا بند کړي وو، چې د غلو له فلډر موټر سره ترې غلا شوې پیسې او موټر بېرته نیول شوي دي.
د یادولو ده چې غله د پېښې له ځایه تښتېدلي چې اوس د پولیسو تر ځانګړي څار لاندې دي.