۸ ولایتونو کې: ۲۲ تنه د نشه یي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو نیول شوي
نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د عملیاتو په لړ کې نیمروز کې ۸ تنه د ۲۰ کیلو چرسو، ۸ کیلو اپینو او یوه اندازه هیرویینو، تېزابو او نشه یي ګولیو سره، د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې یو تن له ۴۱ کیلو اپینو سره، یو تن د ننګرهار په تورخم بندر کې له درې کیلو تریاکو په تړاو او دوه تنه د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې له ۱۷ کیلو تریاکو سره نیولي دي.
همداراز، پولیسو د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو ۴ په غزني، دوه تنه په پکتیکا، دوه تنه په پروان او دوه تنه د کابل او سمنګان په ولسوالیو کې نیولي دي.