امنیتي ځواکونو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې په ننګرهار، خوست، دایکندي، نورستان او تخار کې د غلا، وژنې، ناقانونه ښکار او له کوره د تېښتې په تړاو ۲۰ تنه نیولي دي.

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲ - ۹:۳۱
sfsfsfsf


له منځه یې، دایکندې کې اته تنه د دعوې پر مهال د ۹۰۰ میوه لرونکو ونو د وهلو په تړاو، ننګرهار کې درې غله، نورستان کې څلور تنه د ناقانونه ښکار کولو په تړاو، تخار کې دوه تنه د الوتونکو د ښکار او دوه تنه د له کوره د تېښتې په تړاو او په خوست کې یو تن د وژنې په تړاو نیول شوی دی.