دايکندي ولايت: شاوخوا دوه ټنه نشه يي توکي وسوځول شول

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۶ - ۱۱:۲۹
cgdgdgd

د دايکندي ولايت نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبينو شاوخوا دوه ټنه نشه يي توکي او ورسره نيول شوي لوښي او سامانونه، چې په تېرو دوو کلونو کې نيول شوي وو، وسوځول.
په سوځول شويو نشه يي توکو کې ۱۲۷۴ کيلو کاريدونکي سوډا ۱۷،۷ کیلو اېف ۱،۴ کيلو هيرويين او شيشه، ۵۲۶ کيلو کاريدونکي چونه، ۱۹ کيلو ومان، ۴۵۵ ډېزل تېل، ۱۳۸ لېټره تېزاب، ۸ بېلرونه او نور لوښي شامل دي.
په ياده موده کې په اړونده قضيو کې ۳۵ تنه هم نيول شوي، چې دوسيې يې محکمو ته استول شوي دي.