د کورنیو چارو سرپرست وزير ښاغلي خلیفه سراج الدین حقاني پکتيا پوهنتون کې جوړ شوي د افغانستان اقتصادي پراختیا په ملي کنفرانس کې ګډون وکړ. 

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۴ - ۱۰:۳۰
fsfsfsfsfs


د پکتيا پوهنتون رئيس مولوي حمدي د دغه علمي ملي کنفرانس ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ دې ولايت کې د دغه کنفرانس په ترسره کېدو خوښي و ښوده او د هېواد په علمي ډګر کې يې د دا ډول کنفرانسونو ترسره کوول ستره لاسته 
ياده کړه. 

د پکتيا پوهنتون په استازولۍ پوهاند ډاکټر حکمت الله د دغه کنفرانس په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او د کنفرانس د جوړېدو ارزښت او اړتياوې یې تشرېح کړې.

 د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه وويل: علمي ملي کنفرانسونه په ملي او نړیواله کچه د افغانستان د ملي، اقتصادي چارو د علمي وړاندیزونو د اغېزو او د هېواد په رغوونه کې د پوهنتونونو د رول او مسوولیت په موخه جوړیږي.

 همدا راز زياته يې کړه: موږ د خپل چاپیریال د ککړتیا او زموږ د اوبو د سرچینو د کمېدو له امله له نړۍ سره تړلي یوو.

بل لور د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور و ويل: دښمنانو زموږ لپاره سیاسي، اقتصادي او علمي جالونه رامنځته کړي، د افغانستان بیا رغونې لپاره علمي او اقتصادي بنسټونه لومړیتوب لري.
  که څه هم افغانستان په لوړه کچه جغرافيايي، اقتصادي او د کانونو سرچينې لري، خو د سالم فکر خاوند او صادق واکمن يې نه درلود، د خدای شکر دی چې اوس د دې هېواد واګی د صادق واکمن په لاس کې دی او دا هېواد به خامخا په پرمختللي او مترقي هېواد بدليږي.
 ښاغلي دلاور د کنفرانس ګډونوالو ته د هېواد کانونو په برخه کې د نويو تړونونو او پرمختګ په اړه مالومات ورکړل.

د کورنيو چارو سرپرست خلیفه صاحب غونډې ته په وینا کې وویل: دا ډول کنفرانسونه د هېواد په بیارغونه کې بنسټیز رول لري.  د وطن په ازادۍ کې مو له بې مثاله جذبې کار واخيست، اوس به خپل وطن د الله په توکل او له وطن سره د بې کچې مينې په لرلو سره آبادوو.
ښاغلي حقاني همدا رنګه زیاته کړه: شل کاله مو د هېواد د خپلواکۍ په موخه پلانونه جوړول، اوس د هېواد د جوړولو پلانونه زموږ په ذهنونو کې ځانګړی ځای او لومړيتوب لري.
 د کانونو کيندنې،  پرمختیايي چارو او پروژو ته په کتو هېواد د سرو زرو کان ښکاري.

د هېواد پرمختګ کې تر ټولو مهم رول د امنیت دی. زما له لوري ډاډ، درکووم چې د امنیتي تدابیرو او اساسي مسایلو په برخه کې به مثبت ګامونه پورته شي. د ملت جوړونې او امنیت راوستو لپاره اجماع ته اړتیا ده، یوازې یو موټې او متحد ملت پر ټولو ستونزو برلاسې کېدای شي.

  سرپرست وزير همدا رنګه وويل: موږ د مسلمان او افغان ملت په توګه باید یو بل ته ژمن او مخلص واوسو.  د جګړې پړاو تېر شو، د هېواد جوړونې او له یو بل سره د مرستې پړاو را ورسېد.
  موږ د دين او هېواد په نوم دوه مهم ارزښتونه لرو. هېواد مو خپلواکي ترلاسه کړه، خو د خپلو مظلومو مسلمانانو وروڼو پر ناسم وضعيت ځوریږو. د هیچا په کورنیو چارو کې د لاسوهنې اراده نلرو، خو بیت المقدس کې د اسرائیلو له لوري پر مسلمانانو پر کېدونکو ظلمونو خواشيني يوو. په ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو غږ کوو چې په خپل اغېز او مسؤليت، بیت المقدس کې پر مسلمانانو ظلم ته د پای ټکی کېږدي.


د پوهنې وزیر مولوي حبيب الله آغا دې کنفرانس ته په وينا کې وویل: اقتصادي پرمختګ د انسانو اړتیا ده، موږ او تاسې مکلف یو چې د اقتصادي پرمختګ په موخه کار وکړو.
نوموړي زیاته کړه: د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو سیسټم د علماوو او اکاډمیکو کادرونو په مشوره او همکارۍ په بشپړ ډول خپلواک او د اسلامي او افغاني ارزښتونو په پام کې نيولو سره ترتيب شوی دی.

د لوړو زدکړو سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندیم وویل: هغه طرحې او پلانونه چې د علمي او ساینسي څېړنو له پایلو څخه راوتلي، د هېواد د آبادۍ لپاره تاریخي او قېمتي ارزښت لري، د پرځان بسيا هېواد لپاره د بنسټونو پیاوړي کوولو په موخه ټول ګډ کار کوو..