پوليسو اکاډمۍ پر مسلکي زده کړو سمبال ۲۹۳ افسران د خدمت په موخه ټولنې ته وړاندې کړل

moi-af
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۵ - ۱۱:۴۵
سیبسببسب

د کورنیو چارو وزارت د پولیسو اکاډمۍ د څوارلسمې دورې د لسانس کچه زده کړيالانو فراغت غونډه نن پنجشنبه د کورنیو وزيرالحاج خلیفه سراج لدین حقاني په ګډون د ریاست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادراخند، د رياست الوزرا اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي، د لوړو زده کړو وزير شيخ ندا محمد نديم، د ملي دفاع وزير سرپرست مولوي محمد يعقوب مجاهد، د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شير محمد عباس ستانکزي او ګڼ شمېر رییسانو، مسؤلینو او فارغینو په شتون کې په شاندارو مراسمو، نظامي نندارو او تشریفاتو ترسره شوه.

د پولیسو اکاډمۍ ۲۹۳ تنه زده کړیالان، چې د یادې اکاډمۍ له پنځه ګونو پوهنځیو امني، حقوقي او جنایي علومو، لوژیستيک، سرحدي او اداره او محابسو څانګو کې یې د لسانس دورې څلور کلنې زده کړې بشپړې کړې نن د یادې اکاډمۍ په انګړ کې د خپلو نظامي او مسلکي وړتیاو په ښودلو سره فارغ او د هیواد خدمت ته وړاندې شول. 

د یادو مراسمو پيل د کورنيو چارو وزير خلیفه سراج الدین حقاني د اکاډمۍ د پوليسو په معاينې سره وکړ، چې ورپسې د ياد وزارت ویاند عبدالمتین قانع  پيلېزه مقدمه ولوسته، چې وروسته د پولیسو اکاډمۍ زده کړیالانو د ګډونوالو مخ ته درسمي رژې مراسم پيل کړل.
یادو منسوبینو په پوره نظم او مسلکي رسم قدم د ریاست الوزرا د مشرتابه او اسلامي امارت د کابینې د یو شمېر وزیرانو مخ ته د رسمي رژې پیل وکړ. 

د کورنیو چارو وزارت اداري مرستيال مولوي نور جلال جلالي د نویو فارغ شویو زده کړیالانو د مقررۍ فرمان ولوسته او د فرمان له مخې یې یادو محصلینو ته په دندو د بوخت کېدلو زیری ورکړ.
هغه وويل دا دویم وار دی، چې د اسلامي امارت له سوبې وروسته د پوليسو اکاډمي دلسانس په کچه ټولنې ته مسلکي کادرونه وړاندې کوي.

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا ا قتصادي مرستیال ملا برادر اخند فارغينو ته مبارکي ورکړه او وې ويل، د خوښۍ ځای دی، چې د ۴۰ کلن جنګ وروسته په هیواد کې د جګړې ټغر ټول شوی او د هيواد امنيتي ځواکونه په بېلابېلو برخو کې مسلکي زده کړې کوي. 
ښاغلي برادر فارغو محصلينو ته یو شمېر ټولنېز خدمتونه ورياد کړل او فارغو زده کړیالانو ته یې  وويل، چې ملت سره د مستقيم تعامل او حساسيتونو پېژندلو لپاره بايد د ولس او قومي مخورو سره په اړيکه کې اوسئ.

د لوړو زده کړو وزير شیخ ندا محمد ندیم  فارغو محصلينو ته د مبارکی ترڅنګ وويل تاسې په لومړي قدم کې يو لوی مسؤليت او مزل سرته ورساوه، چې له دې مزل وروسته د ولس د خوندي ساتلو فريضه در ترغاړي کیږي.
هغه همداراز د دولتي چارو د پر مخ بيولو او ثبات په برخه کې د امنيتي بنسټونو ملاتړ د دولت لومړيتوب وګاڼه.


داسلامي امارت د ملي دفاع وزارت چارسمبال وزير مولوي محمد یعقوب مجاهد خوښي وښوده او وې ویل، چې په لومړي ځل په خپلو مټو د هيواد د امنيت او دفاع په موخه مسلکي افسران فارغوو.
هغه د ملتونو د پرمختګ څلور لوی علتونه  صنعت، امنیت او تجارت ياد کړل، چې په وينا يې ددې ټولو پرمختګونو کونجي امنيت دی.
ښاغلي مجاهد د هيواد سوداګرو ته هم د امنيت هر راز ډاډ ورکړ.


د کورنيو چارو وزير الحاج خليفه سراج الدين وويل، افغانان په بېلابېلو برخو کې د پام وړ لاس ته راوړنې لري او ثابته يې کړه، چې د سترو خنډونو په شتون کې د هېواد امنيت خوندي کولای شي. ښاغلي حقاني همدا راز زياته کړه: نړۍ او افغان ولس ته ډاډ ورکوو چې دغه ځوانان به د هېواد د امنيت د ټينګښت په برخه کې ښې لاس ته راوړنې ولري.
همدا رنګه يې وويل: که څه هم د مخدره توکو پر وړاندې دومره بريالۍ مبارزه له تصوره لرې وه، خو د اسلامي امارت د زعيم عاليقدر شيخ هبت الله آخندزاده د فرمان پر بنسټ او د بيداره امنيتي ځواکونو د هڅو په پايله کې و توانېدو چې د افغانستان د مخدره توکو د کرکیلې، قاچاق او استفادې په برخه کې دا کچه له لومړۍ درجې څخه صفر ته را کښته کړو.
دغه راز یې زياته کړه: په داسې حال کې چې نړيوالو تر دې دمه د بديل معيشت په برخه کې هیڅ همکاري نه ده کړې، خو هیله دا ده  چې له اسلامي امارت او کروندګرو سره په دې برخه کې لازمې همکارۍ وکړي.


سرپرست وزير وويل: دغه زده کړيالان علمي او مسلکي روزل شوي او مسووليت لري چې خپلو خلکو او ټولنې ته اسلامي او ملي فکر ثابت او رښتينی چوپړ وکړي.
دغه راز یې ټينګار وکړ چې نړيوال دې د ځان په څېر افغانانو ته هم امنيت خوښ کړي او متقابل احترام ته دې ژمن پاتې شي.
ښاغلي حقاني د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د بېلابېلو قومونو پر شتون ټينګار وکړ او په وينا يې دا د دې ښکارندويي کوي چې د پراخ بنسټه حکومت د نشت په اړه د نړيوالو ادعا بې بنسټه ده.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال محمد عباس ستانکزي د پولیسو اکادمۍ فارغو محصلینو ته د مبارکۍ ترڅنګ  وویل، چې اسلامي نظام موږ ته کوم چا ډالۍ نه دی راکړی بلکي ملت پرې میلونو نه شهیدان ورکړي او په خبره یې چې د دغو قربانیو قدر او شکر پکار دی.
نوموړي ځوانو افسرانو ته په خطاب کې وویل، ستاسې مسؤلیت ځکه دروند دی، چې  ملت څلویښت کاله بدبختیو کړولی، چې په وینا یې تاسې ته اوس ملت سره د نیک چلند جهاد در په غاړه دی.
د غونډې له نیمایي وروسته د پولیسو اکاډمۍ د فارغو زده کړیالانو د سوګند مراسم د لوژ مخ ته ترسره او د اکاډمۍ د بېلابېلو څانګو زده کړیالانو یو شمېر نندارې وړاندې کړې.