شپږو ولایتونو کې؛ د نشه یي توکو یوه کارخونه ترلاسه او ۲۸ کسان نیول شوي
نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو بلخ کې لس کسېزه ډله په نشو روږدي، چې په مزار شریف ښار کې یې غلاوې کولې او نشه یي توکي یې پلورل، نیولي دي.
همدارنګه، یادو پولیسو د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو ۶ تنه په هرات، درې تنه په سرپل، دوه تنه په کندز او یو تن په کابل کې نیولی دی.
په ورته وخت کې، نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په سرپل ولایت کې د نشه یي توکو یوه کارخونه موندلې او شپږ کسان یې په تړاو نیولي دي. دغه راز، د فراه ولایت په خاکسفېد ولسوالۍ کې ۱۰۰۰ کیلو اومان بوټي ترلاسه او سوځول شوي دي