د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني بلخ ولایت ته سفر وکړ.

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۸ - ۱۸:۱۴
eeyej

یکشنبه (۱۴ جوزا ۱۴۰۲) د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه صاحب سراج الدین حقاني د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار ته ورسېد.

د بلخ والي حاجي محمد يوسف وفا مزارشريف ته د کورنیو چارو وزارت سرپرست د ورتګ هرکلی وکړ او دا سفر يې يو ښه ګام وباله.

قدرمن خليفه صاحب د حضرت سخي صاحب روضې ته له ورتګ سره سم د وزیر محمد اکبر خان او نورو شخصیتونو مزار ته هم ورغی، د هغو ارواو ته يې دعا وکړه او د روضې له ناظمینو سره یې هم وکتل.

ښاغلي حقاني ژمنه وکړه چې د سخي صاحب د مزار د بیارغونې او د روضې په انګړ کې د دیني مدرسې لپاره د کتابتون په جوړولو کې به مرسته کوي. دغه راز د روضې په احاطه کې جوړ شوي تاریخي موزیم ته د حاجي وفا ځانګړې پاملرنه وستایل شوه او د ځینو ستونزو د حل په موخه یې ځینې مشورې ورسره شریکې کړې.

د دوشنبې په ورځ (۱۵ جوزا ۱۴۰۲) سهار  خلیفه صاحب د بلخ ولایت له چارواکو، علماوو او قومي مشرانو سره د دغه ښار د ولایت مقام په تالار کې وکتل.

غونډه د قرانکریم په مبارکو ایتونو پیل شوه. د بلخ ولایت مرستیال مولوي ابو ادریس د خلیفه صاحب سفر د شمال د خلکو لپاره یو ویاړ وباله.
ورپسې یې زیاته کړه: دا د بلخ ولایت د مجاهدینو د سرښندنو او د الله تعالی د لوی فضل او رحمت پایله ده، چې موږ مشران په خپل منځ کې وینو.
ده وویل: "موږ د اسلامي نظام په راوستلو کې سترې قربانۍ ورکړې دي او اوس د نظام بقا د ایماندارۍ، صداقت او یووالي قربانیو ته اړتیا لري، موږ یو ملت یو او باید نور هم سره متحد شو."

د بلخ ولایت د علماوو شورا رئیس شیخ محمد سعد هاشمي چې په دې غونډه کې یو بل ویناوال و، په خپلو خبرو کې وویل: امنیت ته په ټولو ادیانو، دولتونو او ولسونو کې لومړیتوب ورکړل شوی دی: "د اوسني امنیت امتیازات اسلامي امارت ته منسوبېږي، باید د اسلامي امارت هڅې په ملي او نړیواله کچه وستایل شي."

د غونډې په پای کې خلیفه صاحب وینا وکړه، ده وویل: موږ هغه مهال د حکومت واک تر لاسه کړ چې هر څه ګډوډ وو، دغه جنجالي حالت مصروفه وساتلو بیا، ځکه خو مې د په ځنډ راتګ عذر ومنئ.

ښاغلي حقاني وویل: دښمنان د افغانانو د وېشلو لپاره ډېرې دسیسې جوړوي، خو دلته د تعصب ریښې هیڅکله ولسي نه وې بلکې پردیو راته راوړې او یوازې سیاسي جنبه یې درلوده. د افغانستان دښمنانو هڅه کوله چې هېواد ووېشي، خو د شمال مجاهدينو او  د ملي یووالي عمیقو رېښو ثابته کړه چې موږ متحد ملت یو. زمونږ واقعي حالت همدا دی چې له پنجشېره د پکتیکا زلزله ځپلو ته او له اروزګانه د بدخشان د طبیعي افتونو له امله اغېزمنو خلکو ته د کومک لاسونه ور وغځېدل. زمونږ وحدت طبېعي دي، زمونږ په عقایدو، باورونو کې ژورې رېښې لري. هغه افغانان چې تبلیغاتو او پروپاګند وډار کړل، وطن یې پرېښود، بېرته دې راستانهٔ شي؛ دا وطن د ټولو ګډ او امن کور دی.

حقاني صاحب د جهاد خاطرو ته لاړ: د جهاد په پیل کې ډېرو خلکو د وسله والې مبارزې پر ځای د سازش د طریقو کارول راته په ګوته کول، خو د مجاهدينو د قربانۍ او استقامت له امله په ټولو ازمايښتونو کې بريالي شوو.

قدرمن خلیفه صاحب زیاته کړه: امیرالمؤمنین د سولې لپاره عمومي بښنه وکړه، له بښنې وروسته چي چا سرغړونه وکړه، شرعي او قانوني چلند ورسره وشو.

خلیفه صاحب مجاهدینو ته توصیه وکړه: د نظام بقا په ښو اخلاقو کې ده. قدرت او مقام کله کله په انسان کې تکبر او غرور پیدا کوي، په غرور سره د انسان عقل او فکر له منځه ځي. امیرالمؤمنین حفظه الله به راته ویل چې له ښو اخلاقو پرته بل څه نه لرو، باید له خپلو ماتحتانو سره ښه چلند وکړو. مشر شیخ صاحب ستاسې لپاره سلامونه او له رعیت سره د ښو اخلاقو پیغام راکړی دی. مجاهدینو ته مې پیغام دا دی چې شپه او ورځ د ولس په خدمت کې اوسئ او حتی هغه مجاهدین چې په رسمي توګه په دندو کې نه دي، د الله تعالی او رسول په وړاندې مسؤلیت لري چې د نیکو اعمالو له لارې او په لوړو اخلاقو د مجاهدت عالي صفاتو ته پابند پاتې شي.

خلیفه صاحب وویل: علماء زموږ معنوي او روحاني رهبران دي او د هغوی په لارښوونه کې د دنیا او اخرت کامیابي نغښتې ده. زموږ په ګټه او تاوان کې ولس را شریک دی، څنګه چې زموږ نظام ټول شموله دی، قومي مشرانو، علماوو او نورو مسلکي کادرونو ته هم د خدمت په برخه کې زمینه برابره کړئ.
په پای کې یې وویل: د دې پردیو د کلتور له تسلط څخه د ځوانانو د ژغورلو لپاره باید خپل اسلامي او افغاني کلتور او فکر ته وده ورکړو او داسې محبوب یې کړو چې خلک یې پخپله ومني.