۸ ولايتونو کې؛ سلګونه جريبه د کوکنارو کروندې اړول شوي

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په څو جلا عملیاتو کې د هیواد په ۸ ولایتونو کې سلګونه جریبه د کوکنارو کروندې له منځه وړي دي.
له منځه یې، ۱۱۲۰ جریبه د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ، ۲۲۴ جریبه د پروان په باګرام ولسوالۍ، ۱۵۰ جریبه د فاریاب ولایت په بلچراغ او کوهستانات ولسوالیو، ۳۵ جریبه په کنړ او ۱۳ جریبه ځمکه د بلخ ولایت په کشنده ولسوالۍ کې له کوکنارو پاکه شوې ده.
دغه راز، نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په هرات او کابل ولایت ده سبز ولسوالۍ کې سلګونه جریبه کوکنار له منځه وړي دي.