۲۳ تنه نیول شوي او لسګونه میله ډول ډول وسلې کشف او ضبط شوي

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۰ - ۱۰:۳۳
الالال

یاد نیول شوي کسان د غلا، وژنې، قاچاق، قمار بازي او ترافیکي پیښو په اړه  د کابل، غزني، غور، فاریاب، کندهار او بغلان په ولایتونو کې د پولیسو له لوري نیول شوي.
د فاریاب امنیه قومندانۍ منسوبینو ۱۰ تنه د قماربازئ په تړاو د ۸۰۰ زرو افغانیو او ۱۵ سیټه ټلفونونو سره د یاد ولایت په پشتونکوټ کې، دری تنه د یوه کور څخه د سرو زرو د غلا په تړاو د دولت آباد په ولسوالی کې او یو تن یې په ترافیکي پیښه کې د وژلو په تړاو د یاد ولایت په لومړي نمبر لویه لار کې د بادغیسي کلي په سیمه کې نیولی.
بل لورته، دوه تنه د ټلفونونو د غلا په تړاو د کابل په دریمه ناحیه کې، دوه حرفوي غله د دریو تختو شمسیو او یوه عراده غلا کړل شوی موټرسایلکل سره د غور په فیروز کوه او تن بل د وسله والې غلا په تړاو د وسلې سره لاس په لاس د کندهار په څلورمه ناحیه کې د جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له لوري نیول شوی.
په همدې توګه، د پولیسو ځواکونو ۳ تنه د ۴۰۰۰ پټاقیو د قاچاق او یو تن بل یې د ۳۰۰ زره افغانیو او ۵۰ زره پاکستاني کلدارو د غلا په تړاو په غزني کې او یو تن یې د خپل ورور د وژلو په تړاو د بغلان ولایت په بغلان مرکزي ولسوالی کې نیولی.
د یو بل خبر له مخې، نیږدې ۱۰۰ میله ډول ډول وسلې د ننګرهار، ۲۰ فیره د هاوان ګولی او یوه اندازه نور نظامي توکي د بادغیس او بغلان ولایتونو په اړونده سیمو کې د دغه ولایتونو د ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو له لوري کشف او ضبط شوي.