پکتیکا کې د یو ترهګر طالب قومندان وژل کېدل

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۷/۱۰/۲۶ - ۱۴:۳۶
moi

د پکتیکا ولایت د مټا خان او زرمت ولسوالیو په اوږدو کې د ملي پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې یو ترهګر طالب قومندان د قاري نعمت الله ساجد په نامه له یو بل ملګري سره یې ووژل شول.
یاد ترهګر طالب قومندان او ملګرو به یې د سورکۍ اړوند سیمو کې ترهګریز بریدونه ترسره کول او ترڅنګ یې د پکتیکا او ګردېز ترمنځ غزېدلو سیمو کې به یې مسافرین له موټرو ښکته کول او په یو او بل نوم به یې ځورول.
د یادولو وړ ده، چې له یادو ترهګرو طالبانو څخه یو میل کلاشینکوف او یو میل پیکا د پولیسو لاسته ورغلې ده.
په دې عملیاتو کې پولیسو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

پولیس د جنایتکارانو په وړاندې چټک او بې رحمه دی.
له خپلو پولیسو سره اوسئ