لغمان کې ۱۶ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېره ورځ ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار او همدارنګه د الینګار او قرغهيي ولسوالیو په اړوند سیمو کې پر ترهګرو طالبانو هدفمند بریدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۶ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.
د دې عملیاتو پر مهال د ترهګرو یو شمېر وسایط او تجهیزات هم له منځه وړل شوي دي.