د کابل په قره‌باغ کې څلور تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول

jamil-moi
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۷ - ۱۴:۴۰
7

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې څلور تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو د نیولو پر مهال نښته هم رامنځته شوې، چې له امله یې یو کس ټپي شوی او له دوی څخه دوه قبضې تومانچې، یو اندازه مهمات او نظامي تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په دې عملیاتو کې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو او ځايي خلکو ته کوم زیان ندی اوښتی.