کابل کې د داعش ترهګرو د یوه غړي د نیول کېدو سربېره؛ لوګر کې د وسلو یوه زېرمه کشف شوه

jamil-moi
شنبه ۱۴۰۰/۱/۷ - ۱۲:۱۳
y

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ښار د اتمې ناحیې په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د داعش ترهګرو یو غړی له جنګي تسلېحاتو او نظامي تجهیزاتو سره یو ځای نیولی دی.
په همدې حال کې؛ د لوګر ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې هم د ترهګرو طالبانو د جګړه‌يیزو تسلېحاتو او چاودېدونکو توکو یوه زېرمه کشف او ترلاسه شوه.
له یادې زېرمې څخه د څو میله کلاشینکوفونو په ګډون توغندي، د سړک غاړې ماینونه او نظامي تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.