د هېواد په پنځو ولایتونو کې پنځه تنه د وژنې او وسله والو غلاو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۵ - ۱۱:۱۹
6

د کابل، پنجشېر، کندهار، دایکندي  او کندوز ولایتونو د امنیه قوماندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې د یو لړ عملیاتو په پایله کې پنځه تنه د وژنې او وسله والو غلاو په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه؛ دایکندي کې یو کس د غلا، پنجشېر کې یو کس د وژنې، د کابل په بګرامي ولسوالۍ کې یو کس د وسایطو د پلېټ نمبرونو د غلا، کندهار کې یو حرفوي غل او همدارنګه په کندوز کې هم یو کس د قتل په تړاو نیول شوي دي.