د کورنیو چارو وزارت او د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت تر منځ د ټرافیکو سیسټم د برېښنايي کولو په موخه هوکړه لاسلیک شوه.
د کورنیو چارو وزارت او د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت تر منځ د ټرافیکو سیسټم د برېښنايي کولو په موخه هوکړه لاسلیک شوه.
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک دا هوکړه د ټرافیکو په سیسټم کې د روڼتیا د راوړلو لپاره مهمه وبلله او وویل، چې د دې هوکړې له مخې به ټرافیکي چارې رڼې، پر وخت او له مداخلې پرته ترسره شي.
ښاغلي برمک د ټرافیکي سیسټم برېښنايي کول د ټرافیکو د چارو په ساده کولو کې د پام وړ بدلون یاد کړ او زیاته یې کړه، چې د دې سیسټم په وسیله به له جعل او تذویر څخه مخنیوی او د ګمرکونو په عوایدو کې د زیاتوالي لامل شي.
د دې ترڅنګ، د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزیر شهزاد آریوبي د تخنیکي زیربناو رامنځته کول، په حکومت کې د بنسټیزو بدلونونو د راوړلو لپاره ښه لامل په ګوته کړ او زیاته یې کړه، چې د سیسټمونو برېښنايي کول د فساد د مخنیوي لپاره ګټور تمامېدای شي.
ښاغلي آریوبي د ټرافیکو د سیسټم برېښنايي کول د دې سیسټم او ګمرکونو د سیسټم په نښلولو کې اړین یاد کړ او وویل، چې له دې لارې به د ټرافیکو په ظرفیت جوړونه کې هم د پام وړ بدلون رامنځته شي.
د یادولو وړ ده چې د ټرافیکو د سیسټم برېښنايي کول به؛ د جواز سیر، د موټر چلوونې جواز، د لینونو مالیه، برېښنايي رود پاس، د ټرافیکو د عمومي ریاست له لارې د عامه چوپړتیاو ساده کول او د ټرافیکو مدیریت چارې اسانول به په بر کې ونیسي.
د ټرافیکو د سیسټم برېښنايي کول؛ د کورنیو چارو وزارت د څلور کلن ستراتېژیک پلان د اصلاحي برنامو یوه برخه جوړوي، چې په راتلونکي کې به هم په کورنیو چارو وزارت کې بنسټیز بدلونونه رامنځته شي.