د پکتیکا ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر د شهادت په تړاو د کورنیو چارو وزارت د ډاډګیرنې پیغام

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۹ - ۱۴:۲۱
6

په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې نن سهار ۹:۵۰ دقیقې د پکتیکا ولایت د امنیت امر سمونوال محمد اصف توخی پداسې حال کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله شهید شو، چې غوښتل یې یحی‌خېلو ولسوالۍ ته د دښمن د خوځښتونو د شنډولو او له امنیتي پرسونل سره د مرستې په پار ولاړ شي.
انا لله و انا الیه راجعون

شهید سمونوال محمد اصف توخی پر خپل هېواد میین او زړور افسر او همدارنګه په نظامي زده کړو سمبال کادر و، چې د امنیت د ټینګښت او د خلکو د سوکالۍ په برخو کې یې له هېڅ راز هڅو ډډه نه وه کړې.
کورنیو چارو وزارت د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې د ټینګار سربېره؛ د سړک غاړې ماینونو ځای پر ځای کول د افغانستان د خلکو د سولې او امن د دښمن کمزوري بولي او ټینګار کوي، چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه به د ترهګرو دا جنایت بې ځوابه پرې نه ږدي.
کورنیو چارو وزارت د دې افسر شهادت د ملي پولیسو منسوبینو او د یاد افسر خپلوانو ته تسلیت وايي او کورنۍ ته یې د زغم د دعا لاس لپه کوي.